
روهي( دوه نۍ/۱۵ د تلې )، د امریکا متحده ایالتونو د کانساس په ایالت کې د شپې په یو کنسرټ وسله وال برید شوی چې په پایله کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د واشنګټن پوسټ له قوله د کانساس سیټي په ښار کې د شپې په ناوخته ساعتونو کې د شپې پر یو کنسرټ وسله وال برید وشو.
پولیسو ویلي دي چې د شپې په ناوخته ساعتونو کې برید کوونکی یا برید کوونکي یوې ودانۍ ته ننوتل چېرته چې یو کنسرټ شروع و، د ننوتو سره سم په شاوخوا خلکو په ډزو پيل وکړ.
پولیسو په وینا پدې برید کې لږ تر لږه ۴ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکي برید کوونکو هویت تر اوسه پورې مالوم ندی خو د نیولو په خاطر يي پلټنې پيل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې پیښه د شپې په یوه بجه او ۳۶ دقیقو رامنځته شوی دی. نیول شوي دي.