
روهي( یوه نۍ/۱۴ د تلې )، د علي وزیر او محسن داوړ وروسته دوه نور غړي هم د پښتون ژغورنې غورځنګ ( ډاکټر عبدالحۍ وزیر او اسماعیل مسود ) د اکتوبر پر پنځمه د پېښور له مرکزي زندانه په ضمانت خوشې شول.
د شمالي وزیرستان استازو محسن داوړ او میرکلام وزیر ترڅنګ د یاد غورځنګ نورو پلویانو د زندان په دروازه کې د دوی هرکلی وکړ.
محسن داوړ ویلي چې د هغوی دغه دوه ملګري د سایبر کرایمز (انټرنیټي جرمونو) په بنیاد نیول شوي وو:
"دا دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ تکړه ملګري دي. دوی د پېښور های کورټ په امر پر ضمانت خوشې شول. په دوی باندې د سایبر کرایمز لاندې پرچې کټ شوې وې."
نوموړی وايي، د دوی ګڼ نور ملګري اوس هم په جېلونو کې دي چې دوی یې د خوشې کولو لپاره پر قانوني لارو چارو غور کوي. هغه په دغو ملګرو کې د عارف وزیر، بلال مسود، ملا بهرام او ملا طاهر نومونه واخېستل.