ملګرو ملتونو عراق کې د تاوتریخجنو لاریونونو ختمول غوښتي

روهي( یوه نۍ/۱۴ د تلې )، وروسته له هغې چې د عراق تاوتریخوالي کې د وژل شویو کسانو شمېر سلو کسانو ته رسېدلی، ډېری دفترونه سوځول شوي او پر تلوېزیوني شبکو بریدونه شوي، ملګرو ملتونو په عراق کې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
 
په عراق کې پنځه ورځې لاریونونه وشول، چې لږترلږه ۱۰۰ کسان پکې ووژل شول.
 

د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش ځانګړې استازې او د عراق لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ (یونامي) مشرې جانین هینس پلسچرټ ویلي، چارواکي په عراق کې د وژل شویو کسانو د وژل کېدو مسؤول دي چې باید عدالت ته راکش کړل شي.
 
د هېواد په بېلابېلو برخو کې مظاهرې بیا پیل شوې او د امنیتي ځواکونو غبرګونونه هم توند شوي، د ځینو تلوېزیونونو پر دفترونو بریدونه شوي دي.