پاکستاني هم قانع شول چې فضل الرحمن د شیطانۍ کارونه ترسره کوي   

روهي( نۍ/۱۳ د تلې )، د پاکستان ریلوې وفاقي وزیر شیخ رشید ویلي دي چې د جمعیت علمای اسلام مشر فضل الرحمن په سیاسي او مذهبي چارو کې شخړه غواړي.
 

په لاهور کې د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال هغه وویل چې د فضل الرحمن تل د شیطانۍ کارونه کړي او او س د عمران خان پرضد خپریدونکي اوازې جوړوي.
 
 

وفاقي وزیر وویل چې دیني مدرسې د اسلام منارونه دي خو فضل الرحمن د سیاست او دیني چارو تر منځ شخړه غواړي.
 
هغه وویل چې مولانا شریف دمخه مخالفینو ته سپکاوی کړی و.
 

هغه وویل چې د مولانا فضل الرحمن غورځنګ به د مقبوضه کشمیر لپاره روانې مبارزې ته زیان ورسوي او هند له پولې سره خیانت کولی شي.
 
د یادونې وړ ده چې نن د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن اعلان وکړ چې د حکومت پر ضد لاریون به پای ته ونه رسوي او ویې ویل چې دا جګړه به د حکومت تر ختمیدو پورې دوام وکړي.