د پاریس په زړه کې د پولیسو په مرکز کې ۴ تنه د چړې په برید کې ووژل شو   

روهي( نۍ/۱۳ د تلې )، فرانسې په پلازمینه پاریس کې د پولیسو په یو مرکز کې د یو تن اداري کارکوونکي‌ لخوا پر خپلو همکارانو د چړې خونړی برید کړی چې په نتیجه کې ۳ تنه پولیس وژل شوي او برید کوونکي‌ د نورو پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
 
دا پيښه د پاریس په زړه کې د نوترا دام تاریخي کلیسا ته په مخامخ سړک کې چیرته چې هره ورځ په زرګونو تنه سیلانیان راځي‌ د پولیسو په مرکز کې رامنځته شوې ده .
 

د پاریس مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې برید د پولیسو د مرکز د یو تن ۴۵ کلن اداري‌ کارکوونکي‌ لخوا چې د ۲۰۰۳ کال راهیسي‌ دلته کار کولو ترسره شوی دی. عیني‌ شاهدانو ویلي‌ دي‌ چې برید لومړی د اطاق په منځ کې رامنځته شو او وروسته يي بیا د پولیسو د مرکز په منځ کې دوام وکړ.