که غني بيا ولسمشر شي!؟

که غني بيا ولسمشر شي!؟
ډاکټر نېک محمد ويال

تېره اوونۍ په ټول افغانستان کې ولسمشريزې ټاکنې تر سره شوې چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د لومړنيو شمېرنو پر اساس تر دوه مېلېونه او اووه سوه زره کسانو په کې رايې ورکړې. د ولسمشرۍ دا ځلې ټاکنې دوه مخکښ نوماندان درلودل؛ اوسنی افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله.

تر اوسه په رسمي ډول د ټاکنو لومړنۍ پايلې هم نه دي اعلان شوې خو دولت جوړونکی او ثبات او همپالنې ټيمونه د خپلو برياوو وايي. بيا هم تر ډېره دا احتمال شته چې په ټاکنو به يو ځل ولسمشر د دويم ځل لپاره واک ته ورسيږي.

غني به دا ځل د تېر په پرتله ډېر بنسټيز کارونه تر سره کړي. که په لنډه توګه د ولسمشر غني پنځه کلنې دورې ته وګورو نو:
- د اقتصاد يو څه خپلواکي؛
- د زورواکي پای؛
- د تدارکاتو سمبالښت؛
- د کانکور او ملکي چوپړونو ادارو کې روڼوالی؛
- د افغاني صدراتو منظم لېږد؛
- د اوبو مهار؛
- هوايي دهليزونه؛
- او نور يې بنسټيزې چارې شمېرل کيږي.

هېواد کې بې کاري، ناامني، د پوځي او ولسي وګړو لوړ تلفات، د حکومت دننه د اجرائيه رياست په شمول د يو شمېر چارواکو سرغړونې او بغاوتونه او د تېر ټاکنيز کمپاين پر مهال د شوې ژمنې نه تر سره کېدل د ولسمشر غني کمزوري ټکي ښوودل کيږي.

که دا ځل ولسمشر غني د ولس په رايو سره واک ته ورسېد او د نسبي بغاتونو او ګواښونو د ارامښت په پار يې سياسي وېش ونه کړ، نو ښايي چې لاندې اساس چارې تر سره شي.

۱- ولسمشر غني په قومي او ژبني تعصب تورنيږي خو په حقيقت کې داسې نه ده. غني قومي، ژبنۍ او سمتي تعصب نه بلکې ګوندي، قومي او ژبني او امتياز پر وړاندې مقاومت کوي. ولسمشر له هغو کسانو سره توند چلند وکړ چې د تاجک قوم په نوم يې جمعيت ګوند ته ګټې لټولې، د ازبک د حق په نوم يې جنبش او د هزاره ګانو د حقوقو په نوم يې د محقق او خليلي ټېکاداري په رسميت پېژندله.

ولسمشر صلاح الدين رباني باصلاحيته وساتو خو بيا يې امر الله صالح او نور هم د ملي يووالي حکومت په لومړيو کې او يې په وروستيو کې پر خان راټول کړل. ولسمشر هېڅکله له تاجک سره تعصب نه دی کړی، تيز او تعميري چلند يې له جمعيت ګوند سره وو چې هم يې قومي ټېکدارۍ کوله او هم يې زورواکي.

جمعيت يې يوه بېلګه ده، غني به په نوې دوره کې ټولې هغې ګوندي او قومي جزيرې چې د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په نوم رامنځ ته شوې دي له منځه يو سي. نور به احمد شاه مسعود د کورنيو جګړو يو قومندان وايي؛ په نوم يې زورواکي او بې قانوني وروستي پړاو ته رسيږي.

قومي تعصب هغه دی چې څوګ يو ذزه د وحدت تړنه د افغانانو ترمنځ نه پرېږدي. د پدرام پيروان چې د پدرام د افغانيت ضد ناره کې له پدرام هم وړاندې دي، د غني په نوې دوره کې به يا د يووالي په کلمه (افغانيت) راټوليږي او يا به هم د شريره څېرو په بڼه منزوي کيږي.

اقتصادي، ښوونيزې، رغنيزې، بسنټزې او د فساد پر وړاندې چارې د ولسمشر غني د اوسنيو ټاکنيزو منډو سر ليکونه هم وو، خو د زورواکۍ پای او د د قوم ټېکدارۍ جنازه د ولسمشر غني په بيا ځلې ولسمشر کېدو کې پلې شي.