عراق کې تاوتريخوالی: ۳۴ مړه او په لسګونه ټپيان دي

روهي (جمعه/۱۲ د تلې)، عراق او په ځانګړي ډول پلازمېنه بغداد کې د پوليسو او هغه کسانو ترمنځ تاوتريخوالی رامنځ ته شوی دی چې د حکومت له خوا اعلان شوي ګرځبندیز سرغړونه کوي.

تېره ورځ لوېدېځو رسنيو ولېکل چې د پوليسو او لاريون کوونکو ترمنځ تاوتريخوالي ۳۴ کسان وژل شوي او په لسګونه نور ټپيان دي. حکومت دغه ګرځبندیز د ياغي ډلو د ټکولو په پار کړی دی.

لاريون کوونکي وايي چې دوی له شته حکومت ناراضه دي او په دې پار لاريونونه کوي چې حکومت بدل کړي.

پر امريکا د امريکا له بريد وروسته په دغه هېواد کې يو څه وضعيت ارام شوی وو چې په دې وروستيو ورځو کې د سياسي کړکېچونو پر اساس ګډوډۍ رامنځ ته شوې دي.