د عمران خان سکرټر: لومړي وزير هېڅ کومه لېدنه له طالبانو سره نه ده کړې

روهي (جمعه/۱۲ د تلې)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو سکرټر عاشق اعوان پر ټوېتر ليکلي دي چې اسلام اباد ته د طالبانو له تللې پلاوي سره لومړي وزير لېده - کاته نه دي کړي.

نوموړي د پاکستاني رسنيوهغه خبرونه رد کړي دي چې ګواکي له قطره راغلي طالب پلاوي سره عمران خان هم ناسته کړې ده. نوموړي ويلي دي چې له طالب پلاوي سره د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي لېدنه کړې.
 
عاشق اعوان وايي چې په اسلام اباد کې له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو ناسته دا په ګوته کوي چې هېواد يې په سيمه او په ځانګړي ډول افغانستان کې د سولې ملاتړی او پلاوی دی.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ لېدنه تېره ورځ تر سره شوې چې د افغان حکومت منفي غبرګون يې راپورته کړ. ارګ ويلي دي چې اسلام اباد دې له طالبانو سره د ناستو پر ځای هلته د طالبانو ځالې له منځه يوسي.