
روهي( جمعه /۱۲ د تلې)، هینري مالوسي ( د یوروپين هېوادونو د اقتصادي ټولنې پخوانی رییس ) دا چې پاکستان اوس ټولې نړۍ ته مالوم دی چې د ترهرګرو ډلو سمبالونکی هېواد دی، لکه څرنګه چې دا خبره امریکا، جرمني، فرانس، هندوستان او افغانستان کړې او اوس یې هم کوي.
هنري مالوسي وایي چې د ټولو ترهګرو مرکزونه په پاکستان کې دي او له همغه ځای څخه افغانستان، هندوستان او د نړۍ په هر ګوټ کې بریدونه ترسره کوي.
مالوسي وایي چې په پاکستان کې د لوکیو ژوند ډېر په خطر کې دی او د پاکستان حکومت ټولو دینونو ته احترام نه لري او همدا لامل دی چې هلته د ځینو دینونو مذهبي مراسم نه لمانځل کېږي.
مالوسي د بشر حقونو په هکله وایي چې په باکستان کې د بشر حقونو ته هیڅ احترام نه کېږي او د بشر حقونو ادارو سره هلته هیڅ کوم واک نشته د دغه هېواد پوځ په خپله بشري حقونو څخه سر غړونې کوي. د زیاته کړې چې مذهب خلکو ( سني ، شییه، عیسوي او یهودي ) ټولو ته باید په یو نظر وکتل شي.
هنري مالوسي په ملګرو ملتونو غږ کړی چې د ګلګت بالتیستان خلکو ته د ازاد ریفرنډم موقع برابره کړي. مونږ به دیموکراسۍ باور لرو او د ګلګت بالتیستان سیاستمداران به د هند سره یو ځای کېدل غوره کړي.