خلوصي اکار: که امریکا پر مونږ اف ۳۵ الوتکې ونه پلوري مونږ به خپلې الوتکې جوړې کړو

روهي( پنځه نۍ/۱۱ د تلې )، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل که چیرې امریکا په ترکیې اف ۳۵ ډوله الوتکې نه پلوري ترکیه به پخپله خپلې ملي محاربوي الوتکې جوړې کړي.
 
د ترکیې ملي دفاع وزیر اکار دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د مستقلو سوداګرو د ټولنې لخوا جوړه شوې ( د عسکري رادار او پولو د امنیت ) تر نامه لاندې په غونډه کې وکړې.
 
هغه وویل چې په نړۍ کې مهم پرمختګونه نوښتونه او بدلونونه په ډیره چټکه توګه دوام لري.
 

هغه وویل چې ترکیه دا پرمختګونه، نوښتونه او بدلونونه د ډیر نږدې نه تعقیبوي. ترکیه د سیاست نه نیولې تر عسکري ، ټکنالوژۍ او اقتصاده پورې په هرو برخو کې بدلونونه او پرمختګونه د نږدې نه تعقیبوي.
 
هغه وویل چې ترکیه اوس هغه ترکیه نده چې په دومداره توګه به په خپلو ستونزو کې سرګردانه وه او د خپلو اړتیاوو لویه برخه به يي د بهر نه تامینوله. نن ورځ ترکیه د خپلو وسله والو ځواکونو د اړتیاوو په رڼا کې یو زیات شمیر وسلې او مهمات، وسایط او ماشین الات پخپله تولیدوي.