پاکستان د هندي سرتیري مړی هندوستان ته وسپاره

روهي(پنځه نۍ/۱۱ د تلې )، پاکستان د هندي سرتیري مړی چې په سیند کې د ډوبیدو نه وروسته اوبو پاکستان لوري ته وړی و هندوستان ته وسپاره.
 
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د پوله ساتو ځواکونو یو تن سرتیری پاریتوش موندال چې یو څه موده مخکې په سیند کې د ډوبیدو نه وروسته يي اوبو مړی د پاکستان لورې ته راوړی وو هندوستان ته وسپاره.
 

په اعلامیه کې راغلي دي چې هندي سرتیری په سیند کې د ډوبیدو نه وروسته هندي ځواکونو خپل پلو ته د پلټنو نه وروسته د پاکستان نه هم په خپل پلو کې د پلټنو غوښتنه کړې وه.
 

د پاکستان پوځ د پلټنو په ترڅ کې د هندي سرتیری مړی د پنجاب ایالت په پولو کې وموندل شو.
 

د هندي سرتیري مړی د عسکري قوانینو له مخې کشمیر په پوله کې هندوستان ته لوري ته وسپارل شو.