
روهي (څلورنۍ/۱۰ د تلې)، پېښور کې يوې محکمې د پاکستان د پوځ مشر فيض حميد، د پاکستان دفاع وزير او د خيبر پښتونخوا کورنيو چارو وزير د پوښتنو - ګروېګنو لپاره ورغوښتي دي.
د پېښور دغه لوړې محکمې يادو پاکستاني لوړپوړو چارواکو ته امر کړی دی چې د روانې مياشتې په ۱۴مه نېټه دي، د يو کس په زور سره د لادرکه کېدو د قضيې پر اساس امر کړی دی.
لادرکه کس انصاف شاه نوميږي چې د کورنۍ د غړو په وينا کې نېږدې څلور کالونه وړاندې د پاکستان امنيتي ځواکونو نېولی وو او تر اوسه يې د مړ - ژوندي پته نه شته.
د پاکستان په تاريخ د لوړپوړو پوځي کسانو پر وړاندې نيوکې او احضار کول بې ساري دي او تر ډېره قضايي او ملکي ادارې دا ډول جرئت نه شي کولی.