بېړنی خبر: د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې د پولیسو د یو مرکز تر څنګ چاودنه وشوه

روهي( درې نۍ/۹ د تلې )، د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې چاودنه د بلوچستان ایالت د لورالايي په سیمه کې کمشنر د دفتر ترڅنګ چاودنه وشوه.
 
 
پولیسو ویلي دي چې چاودنه په لورالايي کې د پولیسو د مرکز ترڅنګ د پولیسو د ګزمې د موټر ترڅنګ شوې ده چې په پایله کې یو تن پولیس ژوند د لاسه ورکړی دی.
 

پولیسو ویلي دي چې چاودنه هله رامنځته شوه چې پولیسو د یو کس د نیولو هڅه کوله.