
روهي( درې نۍ/۹ د تلې )، د پاکستان شمالي او جنوبي وزیرستان څخه د پاکستان پارلمان غړو محسن داوړ او علي وزیر د څلورو میاشتو د زندان تیرولو وروسته بېګا په خپله وینا کې ویلي، دوي ته نور د حکومت نه د وفادارۍ د (سند) سرټیفیکېټ اخستلو ضرورت نشته، دوي قرباني شوي او اوس به حکومت پاکستان خپله وفاداري ښايي.
د زندان تېرلوو څخه وروسته کله محسن داوړ او علي وزیر پارلیمان ته ورغلل نو د حکومت مخالفه ډلو لخوا ورته تود هرکلی وویل شو.
پارلمان ته په خپله وینا کې محسن داوړ وویل چې د پاکستان پوځ مشر په روس کې د وینا په وخت ویلي وو چې پاکستان څه کرلي وو هغه ريبي، محسن داوړ وویل زه دا پوښتنه کوم چې کوم جنګي ذهنیت جوړ شوی د هغې ښکار څوک وو؟
داوړ زیاته کړه چې حکومت د خپلو جنګي مقصدونو لپاره د پښتنو یو پوره نسل استعمال کړو. نو ایا دا وفاداري وه؟ دا کومه وفاداري ده؟ دا وفاداري ده چې د ټولې نړۍ نه ترهګر راټول کړی شول او پښتانه یې پرې اووژل. ٫٫ وروسته د ترهګرو په ضد د اپرېشنونو په نامه هم خلک ووژل شول او کوم خلک چې ددغې جنگي پالیسی په شا وو نو هغه اوس پټېږي.٬٬