
روهي( دوه نۍ/۸ د تلې )، د سعودي عربستان محمد بن سلمان وايي چې د ایران سره جنګ به د نړۍ اقتصاد ته سخت زیان ورسوي او هغه د غیر نظامي حل ته ترجیح ورکوي.
پرون د CBS تلوېزیون سره ۶۰ دقیقې په یوه مرکه کې ، د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان وویل "که نړۍ د ایران د بندولو لپاره کوټلي او رغنده اقدامات ونه کړي" نو په راتلونکي کې به لا نور تشنجونه وي چې دا به د نړۍ ګټو لپاره اندیښنې رامینځته کړي.
"د تیلو تحویل به اغیزمن شي او د تیلو قیمتونه به غیر تصور کېدونکي کچې ته ورسیږي چې موږ مخکې مو په خپل ژوند کې نه وو لیدلي."
محمد بن سلمان وویل د سعودي عربستان او ایران ترمینځ جګړه به د نړۍ اقتصاد ته زیان رسونکي وي.