
روهي( دوه نۍ/۸ د تلې )، د حوثي یاغیانو د پوځي څانګې ویاند یحیی سریع ویلي دي چې دا عملیات يي د سعودي عربستان د نجران ولایت په څنډو کې ترسره کړي دي.
هغه ویلي دي چې دې عملیاتو ته يي د میاشتو میاشتو راهیسې تیاري نیولې وه چې بالاخره يي ترسره کړل. پدې عملیاتو کې د سعودي په مشرۍ د عرب ائتلاف درې فرقو ماته خوړې او په سلګونو تنه سرتیري او زغروال ګاډي نیول شوي دي.
ویاند د نوموړو عملیاتو د پیل او پایته رسیدو د تاریخ په اړه څه ندي ویلي او زیاته کړې ده چې د نوموړو عملیاتو په اړه وروستي جزیات به په راتلوونکو ورځو کې اعلان کړي .
هغه ویلي دي چې دا د عرب ائتلاف پر وړاندې ترسره شوي تر ټولو ستر عملیات دي.
سعودي عربستان د مسئلې په اړه څه ندي ويلي.
د بله پلوه امریکايي رسنیو ویلي دي چې د سعودي عربستان او حوثي یاغیانو ترمنځه په څلورو سیمو د هوايي بریدونو د نه ترسره کولو په اړه تفاهم شوی دی خو حوثي یاغیانو بیا دا خبر رد کړی دی.