د ايران پارلمان د يو غړي کورته غله ور اوښتي او په مېلېاردونه ايراني تومن يې ورڅخه غلا کړي دي

روهي (دوه نۍ/۸ د تلې)، د ايران پارلمان غړي او د اقتصادي کمېسيون مشرتابه پلاوي تقي کبيري کورته غله ورغلي چې په مېلېاردونه ايران تومن يې ورڅخه غلا کړي دي.

ويل شوي دي چې د ياد وکيل له کور څخه ۴۰۰ مېلېونه تومن، طلا او نور قيمتي شيانتن غلا شوي دي. پوليسو د قضيې د تعقيب ويلي دي.

ايران کې پر ټولنيزو رسنيو د غلا د پېښې ترڅنګ د پارلمان د يو وکيل په کور کې د دومره پيسو شمېر پيسو ساتلو بحثونه راپورته کړي دي.