
روهي (يوه نۍ/۷ د تلې)، د سعودي عربستان دولتي رسنۍ ويلي دي چې د دغه هېواد د پاچا سلمان بن عبدالعزيز يو ساتونکی تورن جنرال عبدالعزیز الفغم د خپل منځي شخصي شخړې له امله وژل شوی دی.
سعودي حکومت د تورن جنرال عبدالعزیز الفغم د وژل کېدو پېښه تائيدوي خو په اړه يې ډېر جزيئات نه دي ورکړي.
رسنيو ليکلي دي چې د پوليسو موندنو ښوودلې ده چې په پېښه کې د الفغم سربيره بريدګر هم وژل شوی او پنځه ساتونکي ټپيان شوي دي.