
روهي( یوه نۍ/۷ د تلې )، د شمالي افریقا په هیواد ( مراکش کې ) کې لږترلږه ۷۰۰۰ میرمنو اعتراف کړی چې دوی "فحشا" کړې او حتی د مراکش له قانون څخه سرغړونه یې کړې چې دوي حامله داره شوي هم دي.
ذکر شوي۷۰۰۰ مراکشي میرمنې د حکومت له خوا د نیول شوې ښځینه ژورنالیستې سره پیوستون لپاره د لاریون په شکل راوتلې دي.
میرمنو په داسې حال کې چې تیره میاشت د اګست په ۳۱ نیول شوې له ښځینه ژورنالیست حجرې السیوني سره پیوستون څرګند کړ ، اعتراف یې وکړ چې دوی هم له واده پرته مقابل جنس سره جنسي اړیکې درلودې.
د مراکش پولیسو ښځینه ژورنالیست حجرې ال ریسوني د واده پرته د جنسي او حامله کېدو تورونو په تور نیولې او اوس د مراکش په محکمه کې محاکمه کیږي.