
روهي( یوه نۍ/۷ د تلې )، د هند په آتر پردېش ایالت کې د ۴ ورځو پرله پسې بارانونو له کبله دغه ایالت کې ۷۳ کسان وژل شوي او ډېری سفرونه هم ځنډول شوي دي.
د دغه بارانونو له کبله یاد ایالت کې د ترافیکو سېستم هم خراب شوی او خلک نه شي کولی چې دغه ایالت کې د یو ځای څخه بل ځای ته سفر وکړي.
د دغه ایالت وزیر اعلی نتیش کومار د ویډیو کنفرانس له لارېبېړنی ناسته وکړه. په اتراخند ، جمو او کشمیر ، راجستان او مدھیه پردیش کې د نور باران راپورونه هم ورکړل شوي چیرې چې په تیرو څو ورځو کې د باران اړوند پیښو کې څو تنه مړه شوي دي.