عمران خان او مل هئیت الوتکې په نیویارک کې بیړنۍ ناسته وکړه

روهي( یوه نۍ/۷ د تلې )، د نیویارک نه د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې د پاکستان لومړي‌ وزیر عمران خان او ورسره مل هیئت الوتکه چې د ملګروملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د ګډون په خاطر امریکا ته تللي وو د خپلو رسمي‌ لیدونو کتنو د پایته رسولو نه وروسته هیواد پر لورې حرکت کړی وو چې د الوتنې نه وروسته د تخنیکي‌ ستونزې له امله بیرته نیویارک ته راستنه شوه او بیړنۍ ناسته يي‌ وکړه.
 
د عمران خان الوتکې د نیویارک ښار د جان اف کینیدي‌ په هوايي ډګر کې بیړنۍ ناسته کړې ده.
 

د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې د عمران خان الوتکې د کاناډا د تورنتو ښار ته نږدې تخنیکي‌ ستونزه پیدا کړه او بیرته د نیویارک ښار پر لورې ستنه شوه.
 

د پاکستان د جیونیوز ویلي‌ دي‌ چې الوتکې ۷۰۰ کیلومتره مزل نه وروسته د نیویارک د جان اف کینیډي‌ په هوايي ډګر کې بیړنۍ ناسته وکړه.
 

ویل کیږي‌ عمران خان او ورسره مل هیئت به د الوتکې د جوړیدو نه وروسته هیواد ته ستانه شي.