د عمران خان خبرداری: که هند سره مو جګړه پيل شي نو اټومي جګړه به وي

روهي (نۍ/۶ د تلې)، د پاکستان لومړي وزير عمران په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې خبرداری ورکړی دی چې که چېرې د پاکستان او هندوستان جګړه ونښي نو ياده جګړه به اټومي جګړه وي.

لومړي وزير عمران خان دا ګواښ هم ورکړی چې که جګړه پيل شي نو پاکستان کولی شي چې تر اخيره په جګړه کې پاتې شي او هندوستان پر وړاندې وجنګيږي.

بيا له بلې خوا د هندوستان لومړي وزير نرېندرا مودي ناستې ته په وينا کې ويلي دي چې هندوستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي او ترهګري يوازې د يو هېواد نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره ګواښ کېدای شي.