له کاندیدانو ژوره ګیله

له کاندیدانو ژوره ګیله
دا دی د کاندیدانو کمپاین پای ته ورسید.

په ډیر تاسف سره وایم او د زړه له تله پرې خفه یم چې خوست ولایت ته د ولسمشرۍ یوه کاندید هم تشریف را نه ووړ.

خوست لا هم د تېر تاریخ په شان د افغانستان مهمه دروازه ده، خوست لا هم د برم، جلال او عظمت څښتن دی، د خوست جید دیني عالمان او درانه مخور مشران لا هم په خپل تدبر او عمیق فکر سره د هیواد په برخلیک ټاکلو او مهمو ملي پریکړو کې د پام وړ ونډه لرلی شي.

د خوست پتمنې او میړنۍ ښځې لا هم په خپلو غېږو کې داسې بچیان روزلی شي چې په تش لاس یې هم د تېرې کوونکو سره د غزا لپاره ګګو غره ته ور ولیږي چې د غازیانو مورچلونو ته ډوډۍ او اوبه ور وخیږوي.

خوست کې لا هم داسې ځوانان شته چې د علم، هنر، سپورټ او نورو برخو کې د نړۍ په کچه ځلیدلی شي.

خوست اوس هم هماغه خوست دی چې مشرانو او ځوانانو یې خوست ته پوهنتون راوړ خو خویندو او میندو یې د هګیو، چرګانو، زیوراتو او لاسي ګنډنو د خرڅانه په پیسو و چلاوه.

خوست اوس هغه خوست دی چې درې نیم لکه بچیان یې په ښوونځیو، دیني مدرسو او تر لسو زرو پورې بچیان یې په پوهنتونو کې زده کړې کوي.

خوست همدا اوس تر ۷۰ پورې فعال مدني بنسټونه، شوراګانې او اتحادیې لري، خوا وشا ۳۰ غږیزي، تصویري او چاپي رسنۍ پکې فعالیت کوي او موږ خوست د افغانستان له نورو ولایتونو څخه لوړ نه ګڼو خو له نورو ولایتونو څخه یې دومره ټیټ هم نه ګنو لکه د ولسمشرۍ کاندیدانو چې په کومه سترکه ورته وکتل.

د شکر ځای دی چې خوستی ولس اوس د ملي، سیاسي او معنوي شعور هغې کچې ته رسیدلی چې که خپله ځان ور غلط نه کړي څوک یې نه شي تېر ایستلی.

ټیټ مې مه بوله غورځنګ را باندې مه کړه
زه په دې افتادګۍ کې لوی ګړنګ یم