په ایران کې د ریل ګاډي د چپه کېدو په پېښه کې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي( پنځه نۍ/۴ د تلې )، د ایران د سیستان او بلوچستان د ناورین د ادارې مشر رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې ۳ تنه مړه او ۳۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
 

هغه ویلي دي چې ریل ګاډی د زاهدان ښار نه د تهران پر لورې روان وو چې د پټلۍ نه وتلی، د هغه په وینا پیښه د شګو د ډیر سخت توپان په پایله کې رامنځته شوې ده .
 

هغه زیاته کړې ده چې پدې پېښه کې د ریل ګاډي یو واګون په کامله توګه د پټلۍ نه وتلی دی.
 
د پیښې نه وروسته ژغورونکې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپيان يي نږدې روغتونونو ته انتقال کړي دي.