اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان په لویدیځ کې د اسلام دښمنۍپر وړاندې د قوي مبارزې غوښتنه وکړه   

روهي( څلورنۍ/۳ د تلې )، اسلامي همکاریو تشکیلاتو عمومي سکرتر یوسف العثیمین د ملګروملتونو سازمان په ۷۴ یمې کلنیزې اسمبلې ته په خپله وینا کې د اسلام دښمنۍ پر خلاف د مبارزې په برخه کې د اروپايي مشرانو نه د کوټلي ګامونو د اوچتولو غوښتنه وکړه.
 

هغه وویل پدې اړه باید داسې مبارزه وشي چې هیچاته پکې هیڅډول زیان ونه رسیږي. د هر ډول شدت او تاوتریخوالي نه پاکه مبارزه.
 

یوسف العثیمین وویل چې په لویديځه نړۍ کې د کډوالو او مسلمانانو سره دښمنۍ کچه ډیره لوړه شوې ده چې دې خبرې پدې سیمه کې میشت ټولو مسلمانانو ته جدي ستونزې پيدا کړي دي. په لویديځ کې هره ورځ یو زیات شمیر مسلمانان د ډول ډول تبعیض ښکار کیږي . هغوې سره بد او ناوړه چلند کیږي.
 

همداشان یوسف العثیمین په یوه بله غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې په لویديځ کې د مسلمانانو سره بد چلند او د هغوې پر خلاف ناوړه خبرې د ټولو بشري حقونو سره په ټکر کې یو عمل دی چې باید ددې مخه ونیول شي.