ټاکنې او د خلکو مسوولیت

 
راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې چې یواځې څلور ورځې ورته پاتې دی او د شنبې په ورځ به په شرایط برابر کسان د رای اچونې مرکزونو ته ځي او د راتلونکي زعیم لپاره به رای کاروي.
دا په افغانستان کې د ولسواکۍ اصل دی او افغانان د څلورم ځل لپاره د رای اچونې مرکزونو ته ځي چې خپل ولسمشر وټاکي.
لومړی ځل افغانان د خپل ولسمشر د ټاکلو لپاره ۲۰۰۴م کال کې لاړه چې لومړي پړاو کې یې حامد کرزی بریالی کړ او پنځه کاله یې حکومت وکړ.
دویم ځل ټاکنې په ۲۰۰۹م کال کې وي چې سیالو تیمونو پکې سیالۍ وکړې او یو ځل بیا حامد کرزی په لومړي پړاو ټاکنو کې د خلکو په رای ولسمشر وټاکل شو.
دریم ځل ټاکنې په ۲۰۱۴م کال کې وشوې چې د دې ټاکنو پرمهال اندیښنې زیاتې وې، ځکه مدیریت او امنیت افغان ځواکونو سره و، او دا یې لومړی تجربه وه، خو له ټولو ستونزو سره سره خلکو ټاکنو کې ګډون وکړ.
۲۰۱۴م کال ټاکنې یو څه جنجالي شوې، لومړي پړاو کې هیڅ نوماند بریالی نه شو او دویم پړاو کې غني او عبدالله ټیم سیالي وکړه چې د غني ټیم بریالی شو او په درغلیو د اوږد جنجال په پایله کې پریکړه وشوه چې د ملي یووالي حکومت رامنځ ته کړي.
دا پریکړه ځکه وشوه چې افغان دښمنه هېوادونه په کمین کې و او خلکو باندې یې پانګونه کولی چې ګډوډي رامنځ ته کړي، خو سیاسي مشرانو او ټیمونو پریکړه وکړه چې د یوې هوکړې له مخې به داسې حکومت رامنځ ته کوي چې ټول پکې ځانونه وګوري.
اوس د څلورم ځل لپاره بیا چمتووالی نیول شوی دی، دا ځل د ټاکنو کمېسیون د بایو متریک دستګا د رای اچونې لپاره کاروي چې د پراخو درغلیو مخه نیسي.
ټاکنو کمېسیون نوماندانو او احزابو ته دا سیستم ښودلی او هیڅوک نه شي توانیدلی چې لاس وهنه پکې وکړي او یا پکې درغلۍ وکړي.
بایومتریک دستګاه د رای اچونې په ورځ د رای ورکوونکي د ګوتو نښانونه او عکس اخلي او هیڅ رای ورکوونکی نه توانیږي چې دوه او یا څو ځلې رای وکاروي.
د دې دستګا بله ځانګړتیا دا ده چې کولی شي ژر د ټاکنو پایلې اعلان کړي، که څوک د پایلو په تړاو اعتراض لري، دا سیستم کولی شي چې هر څه ورته روښانه کړي.
بایو متریک دستګا کې د تېرو پارلماني ټاکنو پرمهال ستونزې وې، خو دا ستونزې په ولسمشریزه ټاکنو کې حل شوي دي، یانې پارلمانی ټاکنو کې خلک توانیدلي و چې بایو متریک کې هم تکراري رای وکاروي.
خو اوس سیستم داسې جوړ شوی ، بایو متریک کې یو سافټ ویر انسټال شوی چې هیڅ تکراري ګوتې او عکس نه مني .
هغه کسان چې د تکراري رای هڅه وکړي، جرم بلل شو او تر عدلي او قضایي تعقیب لاندې به نیول کیږي.
ټاکنو کمېسیون دا سیستم د شفافیت لپاره رامنځ ته کړی چې وکولی شي د درغلیو مخه ونیسي او د ټاکنو پایلې شفافې اعلان کړي چې ټولو ته د منلو وي.
نو د خلکو مسوولیت جوړیږي چې د خپل راتلونکي زعیم لپاره رای وکاروي او اجازه ور نه کړي چې یو ځل بیا ټاکنې په جنجال واوړي او مشروعیت یې تر پوښتنې لاندې راشي.
خلکو ته کمېسیون ډاډ ورکړی چې رای یې امانت دی او د دوی په رایو به راتلونکی ولسمشر ټاکل کیږي.