کابل ښار کې د مجرمینو پرضد عملیات

وروسته له هغې چې د کابل ښار د ناامنیو په غبرګون کې د خلکو غږ پورته شو کورنیو چارو وزارت او د کابل امنیه قومندانۍ پریکړه وکړه چې د هرې امنیتي حوزې اړوند کشفي ارګانونه به تورن کسان پيدا کوي او د قانون منګلو ته به یې سپاري.

د کابل ښار جرمي شبکې بیلابیلې موخې لري، ځینې مافیایي کړۍ د وضعیت د خرابیدو لپاره ځينې جاهلو کسان ته امکانات برابروي چې ګډوډي جوړه کړي.

ځینې ډلې چې د ځوانۍ به نشه مست دي د یو څو پیسو پیدا کولو لپاره خلک لوټي او که یې موقع پيدا کړه وژني یې هم.

خو په ټوله کې د کابل د امنیتي وضعیت په تړاو موندنې ښيي چې سازمان شوې شبکې، مافیا او بهرني استخبارات پکې لاس زیات لري او هڅه دا ده چې د کابل وضعیت خراب کړی.

که رښتیا وویل شي، د کابل وضعیت لوټمارانو او غلو سخت خراب کړی او هره سیمه کې ځینې ډلې او یا مشخص کسان شته چې غلا او قتلونه کوي.

داسې هم نه ده چې پولیس د دوی پروړاندې بې غوره دي، هره میاشت له سلو تر دوه سوه کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته د بیلابیلو جرمونو په تور معرفي کیږی.

د کابل پولیس بیلابیلو حوزو کې تورن کسان او د جرم پرمهال کسان نیسي او ان زندانونو کې ځای ورته نه دی پاتې چې ور ولیږي یې.

داسې نیوکې هم شته چې پولیس خپل کار کوي، خو عدلي او قضایي ارګانونو کې دا کسان په بیلابیل ډول خوشې کیږي او بیا مکرورو جرمونو باندې لاس پورې کوي.

ځینې کسان بیا په لوی لاس هڅه کوي چې د کابل وضعیت ناسم وښيي، شپږ میلیوني ښار کې د ورځې یوه یا دوه پېښې امکان لري، ځکه پولیس د جګړې لومړۍ کرښه کې داخلي او بهرني ترهګرو سره مصروف دي.

د شپږ میلیوني ښار وضعیت او نفوذ ته په کتو دا ډول پېښې د نړۍ هر ګوډ کې کیږي، پولیس بې غوره نه دي خو د خلکو همکاري هم نشته او یا ډيره کمه ده.

پخوا به چې چا یو ځای یا یوه سیمه کې غل ولید، ټولو به یا په وخت پولیسو ته خبر ورکو، یا به یې غل نیوه او سم به یې برابرو.

خو اوس کابل ښار کې هر څوک د ځان غم اخیستی، ښه ګوري چې یو کس د غلو له لوري چور کیږي، خو نور ورته ګوري او مخه یې نه نیسی.

حد اقل دا ښار خو پرې دومره حق لري چې پولیسو ته خبر ورکړي چې په وخت یې یا مخه ونیسي او یا مجرم په وخت ګرفتار کړی.

اوس چې پولیسو د کابل ټول ښار کې د چهارشنبې ماښام عملیات پيل کړي، سمدستي یې ځينې جرمي شبکو مشران او غله نیولي چې بیلابیلو جرمونو باندې تورن دي.

له بده مرغه چې دا هر یو غل او قاتل یو ملاتړ لري او پر حوزو او امنیه قومندانۍ باندې فشار راوړي چې بیرته یې خوشې کړی.

که دلته خوشې نه شي، نو بیا عدلي او قضايي ارګانونو باندې فشار اچوي چې کس خوشې کړي.

اوس چې پولیسو عملیات پيل کړی د خلکو مسوولیت جوړیږي چې له پولیسو سره همکاري وکړي او د ۱۱۹ شمېرې سره په اړیکه کې د غلو او قاتلینو مالومات ورکړي، پولیس به ستاسو نوم او ځای پټ او خوندي وساتي.