ملي دسترخوان ته د بې وزلو سترګې

د ملي دسترخوان برنامه له لومړي سره ځکه نوم بدې وه چې افغانستان کې ورته برنامو کې ډير کله د فساد راپورونه ورکړل شوي او خلکو همدا ویره درلودله چې دا پيسې به حیف و میل شي او اساسي کار باندې دې مصرف شي.

یو لامل دا و چې خلکو ته د دې پيسو او برنامې په تړاو وضاحت ور نه کړل شو، چې پيسې د چا او څه لپاره دي، که یې بې وزلو ته ور نه کړي، پيسې چرته ځي؟

دا پيسې د نړیوال بانک وې چې له افغانستان سره یې د مرستې لپاره جلا کړې وې، دا پيسې هغو خلکو لپاره وې چې له کرونا اغیزمن شوي دي، یانې بې وزله خلک چې د نن خواړه نه لري.

نړیوال بانک دا پيسې د کوم بند او سړک د جوړولو لپاره حکومت ته نه ورکولې، یواځې د بې وزلو د خیټو مړولو لپاره وې چې حکومت ورته پلان جوړ کړ او ۲۸۰ میلیونه ډالر چې نړیوال بانک بیرته وړلې، افغان حکومت راوګرځولې.

ځینو فکر کو چې دا پيسې د دولت د بودجې دي او ځینو نورو داسې انګیرله چې ګنې دا پيسې نړیوالو افغانستان سره مرسته کړې او افغان حکومت یې په مصرف نه پوهیږي، خو په اصل کې خبره د ځانګړو شویو پيسو او نړیوال بانک د پلان وه چې افغان حکومت به پرې د زیات شمېر افغانانو دسترخوانانونه د یوې میاشتې یا څو ورځو لپاره ډک کړي.

د ملي دسترخوان برنامه هر کلي او قریه کې شته، که څوک په دې برنامه باندې بې باوره وي، کولی شي، خپله یې نظارت وکړي او د شفافیت لپاره یې هڅې وکړي.

د دې برنامې مدیریت د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د برنامو معینیت سره دی چې تطبیق کوونکي یې د هرې سیمې خلک دي.

د هرکلي او قريي خلک (ځوانان، ملایان، ملکان) د بې وزلو خلکو لستونه برابروي، بیا د ملي دسترخوان ویشونکي خلک اړوند بازار کې سودا اخلي او د ځايي خلکو په مرسته او نظارت باندې یې اړمنو خلکو ته ویشي.

هر کلی او هره قریه فعال ځوان، زړه سوانده مشران لري، کولی شي هر څه خپله نظارت او ان مدیریت کړي، هغه کورنۍ چې بې وزله دي حتما به لیستونو کې وي او هغه څوک چې په دې پروسه کې د درغلۍ نیت لري او یا درغلي کوي، کولی شي شکایت وکړي.

دا د خلکو برنامه ده او د خلکو لپاره ده، خلک کولی شي، هم مرستې ترلاسه کړي او هم ترې نظارت وکړي، که په دولتي مامورینو چې د دسترخوان د ویش مسوولیت لري، شکایت لرئ، هم اخیستل کیږي.

نو تاسو په خپلو خلکو رحم وکړئ، بې وزله د دسترخوان تر پوښښ لاندې راولئ، که کوم ځای کې بې وزله پاتې کیدل، غږ پورته کړئ چې غږ مو واوریدل شي.

هغوی چې نن شپه ډوډۍ ته حیران دي، د څلور زره افغانیو د خوراکي توکو بسته ورته ډير ارزښت لري او له دې یې مه بې برخې کوئ.

په دسترخوان راغونډ شئ او هر یو ته مساوي برخه ورکړئ چې د بې وزلو دعا مو د رڼاګانو درمڅې درته پرانیزي.