د ټاکنو کمپیوټری سیستم له هر ډول سایبری بریده خوندی دی

 
د جرمنی انجنیرانو په همکارۍ د ټاکنو کمپیوټری سیستم له هر ډول سایبری بریده خوندی شوی دی، دغه جرمن انجنیران کابل ته په را رسېدو سره توانېدلی، چې پر ټاکنیز سیستم د سایبری بریدونو مخنیوی وکړی! د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر دا منلې، چې پر کمپیوټری سیستم سایبری بریدونه شوی، خو وایی، د جرمنی انجنیرانو په رارسېدو یې د رایو د پایلو بانک د هر ډول سایبری حملو څخه خوندی کړی دی. محمد حنیف دانشیار وایی، دا مهال د کمېسیون د کمپیوټری سیستم ټولې تخنیکی برخې له هر ډول امنیتی لحاظه خوندی شوې او د کمېسیون د کمپیوټری سیسټم سکیورټی خورا سخته شوې ده.
نوموړی ویلی، داکار وروسته له هغې شوی چې د درمالوګ دوه متخصص انجنیران وړمه ورځ کابل ته را ورسېدل اوله بایومتریک دستګاوو یې سیستم ته د پایلو رسولو په برخه کې ستونزې هوارې کړې.
ښاغلی دانشیار زیاته کړه، د کمېسیون پر سرور ریښتیا هم سایبری بریدونه شوی: (( زموږ سرور د ټاکنو مهم ترین شی دی، موږ د سایبری احتمالی بریدونو د مخنیوی لپاره ځانګړی اقدامات وکړل، ځکه بریدونه روان وو او زموږ کارکوونکو هرڅه تشخیص کړل، موږ اوس هڅه کوو چې زموږ د سرور امنیت پیاوړی وساتو.)) دا په داسې حال کې ده چې د کمېسیون له خوا وړمه ورځ په اعلامیه کې هغه اوازې رد شوې وې، چې د کمېسیون پرسرور سایبری بریدونه شوی.
د ټاکنو کمېسیون د عملیاتی او تخنیکی برخې ریاست خو لا اوس هم دا خبره ردوی چې د کمېسیون پر کمپیوټری سیستم سایبری بریدونه شوی دی. همدا راز د ټاکنو د کمېسیون د دارالانشاء مشر حبیب الرحمن ننګ هم ویلی چې د کمېسیون پر تخنیکی سیستم د هېڅ ډول سایبری بریدونو اثرات نشته. پر تخنیکی او په ځانګړې توګه کمپیوټری سیستمونو سایبری بریدونه کومه نوې مسئله نه ده، دا ډول بریدونه له ټاکنیز سیستم نیولې، د هېوادونو پر بانکی او نورو عملیاتو سیستمونو د دښمنانو او رقیبو لوریو له خوا کېږی، آن د یوه عادی کس پر فېسبوک پاڼه هم دا بریدونه کېږی، خو پر ټاکنیز سیستم دا بریدونه باید با بېځه ونه ګڼل شی.
ځکه دا ډول بریدونه، د یوه ملت پر برخلیک او ولسواکۍ او دغه راز پر نظام بریدونه دی، د دغو بریدونو تر شا د افغانستان د ملت او نظام د دښمنانو لاسونه دی، هغوی چې په هر ډول د ټاکنو او نظام مخالفت کوی، نو له دغه راز بریدونو خو په هېڅ ډول مخ نه اړوی! موږ ولیدل، چې آن د امریکا پر ټاکنیز سیستم هم بریدونه شوی، چې تر اوسه یې جنجال نه دی ختم، روسیه په دې کې پړه بلل شوې او د امریکا په کورنیو چارو کې یې سترې لانجې را پورته کړې دی.
دا چې د افغانستان پر ټاکنیز سیسم دا بریدونه د چا لخوا شوی، تر اوسه په دقیقه ټوګه څرګند نده، خو دا یوه خبره ده چې د هېواد د ملي مسایلو پروړاندې ننګونې د سولې او ثبات د دښمنانو کار دی په هرحال دا چې پر ټاکنیز سیستم دا سایبری بریدونه، سترې خطرې لری، آن که یې مخنیوى ونه شی، نو ښایی د ټاکنو پایله له خطر سره مخ کړی، پر ټاکنیز سیستم باید د هر ډول بریدونو د مخنیوی لپاره کلک تیاری نیول شوی وای، دا امکان لری، خو د تخنیکی ټیم پر وړتیا او مسوولیت پورې اړه لری، خو دا ټوکې نه دی او نه هم د ساعتېرۍ مسئله، په دې کې مسوولین باید په غور او پوره دقت سره دندې ته اوږه ورکړی.
د سایبری بریدونو د مخنیوی لپاره باید له مخ کې ټول تدابیر نیول شوی وای، هر کس چې په دې اړه ناغېړی کړې او یا یې د مسوولیت احساس نه دی کړی، نو باید محاکمه شی! خو دا چې د جرمنی انجنیرانو له خوا پر ټاکنیز سیستم د برید مخنیوی شوی، ستایوو یې او دا پر ځای اقدام دی! اوس هم وخت لا په مخ کې پروت دی، د ټاکنیز سیستم ساتنه او دفاع باید په دقیقه او لوړه کچه وشی، چې هېڅ ډول ستونزه پېښه نه کړی او د ټاکنو پایلې له کومې ستونزې پرته په خپل وخت اعلام شی!