پر ډاکټر عبدالله عبدالله  دا ځل څوګ راټول دي؟

پر ډاکټر عبدالله عبدالله څوګ راټول دي؟
لېکنه: ډاکتر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
 

ډاکټر عبدالله عبدالله نېږدې له تېرو ۴۰ کالونو د افغانستان په سياسي ډګر کې بوخت دی. هغه وخت چې د شوري ملاتړ حکومتونو پر وړاندې جګړه روانه وه نو نوموړی د احمد شاه مسعود تر قومندې لاندې په فعاليت بوخت وو.

عبدالله عبدالله د مجاهدينو په حکومت کې د حکومت وياند وو د جمعيت ګوند د مخکښو کسانو په ډله کې وو. دی بيا د طالبانو په راتګ سره د برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود په مشرۍ د مقاومت په نوم جبهه کې په پنجشير کې د طالبانو پر ضد ليکو کې فعال شو او پنځه کاله يې د مقاومت په جبهه کې بيلا بېلې دندې تر سره کړې.

د امريکا په ملاتړ د حامدکرزي په مشرۍ په نوې اداره کې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنيو چارو وزير په توګه دندې تر سره کړي. ډاکټر عبدالله عبدالله د سترګو په برخه کې د طب ډاکټر دی. د نوموړي په اړه ويل کيږي چې ناسکنی پلار يې د کندهار دی.

دا درېيم ځل دی چې ډاکتر عبدالله عبدالله ولسمشرېزو ټاکنو ته نومانديږي. دی له پخواني ولسمشر سره سيالۍ ته ودرېد خو ناکام شو او ورپسې په ۱۳۹۳ کال کې د ولسمشر غني په مشرۍ د تحول تدوام ټيم پر وړاندې د جمعيت ګوند له خوا نوماند شو خو د ټاکنو په لومړي او دويم پړاو کې ناکام شو.

وروسته د عبدالله عبدالله له جنجالنو د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري په منځګړېتوب د ملي يووالي حکومت جوړ شو، چې دی په کې د حکومت اجرائيه رئيس وټاکل شو.

ډاکټر عبدالله عبدالله اوس مهال د ثبات او همپالنې په نوم ټاکنيز ټيم جوړ کړی دی، چې تر ټول ستر سيال نوماند يې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني دی. د تېرو ځلونو پر نسبت دا ځل د ډاکټر عبدالله عبدالله يو څه غښتلی ټاکنيز ټيم جوړ کړی دی. دلته په دې غږيږو چې د عبدالله سره اوس مهال په ټيم کې څوګ او ويلي دي.

۱- جنرال دوستم: چې په نوم اوس مهال هم د ولسمشر لومړی مرستيال دی د سره ولاړ دی. جنرال دوستم د ولسمشر غني سره په تېرو ټاکنو د لومړی مرستيال په توګه ولاړ وو خو له بريا وروسته يې په ايشچي جنسي تېری وکړ، د هېواد نوم يې بد او له ارګ وشړل شو. پر ولسمشر غني نيوکه هم هغه نيوکې دا وي، چې ولې يو بې زده کړو جنګسالار مرستيال کړ.

۲- صلاح الدين رباني: برهان الدين رباني زوی. تاجک فاشېسټ او قوم پاله دی. دغه کس په بهرنيو چارو وزارت کې د قوم او ژب پالنې سترې بېلګې لري. ياد څوکۍ ته د پلار له مړينې وروسته او د ملي يووالي حکومت په سياسي وېش کې د اجرائيه رياست په برخه کې ورغی. صلاح الدين رباني د ولسمشر غني پر وړاندې باغی حکومتي چارواکی دی خو په تاجک ټولنه کې نفوذ لري.

۳- محقق او خليلي: دغه دواړه کسان د هزاره قوم د مشرانو او استازو په له تېرو اتلسو کالونو مطرح دي او د خپل قوم په نوم امتيازونه اخلي. که چېرې په علمي ډول سره محقق او خليلي د ولسمشر غني له دويم مرستيال سرور دانش سره مقايسه شي، نو دوی د جګړې قومندان دي او دانش بيا قانون پوه دی.

۴- انور الحق احدي: ډاکټر انور الحق احدي يو علمي کدر، تر دوکتورا زده کړې کړې دي. احدي د افغان ملت ګوند مشر دی خو ياد ګوند يې له داسې ماتې سره مخ کړی چې له سياسي ډګر په ورکېدو دی. احدي په تېرو ټاکنو کې د ولسمشر غني تر خوا وو، خو د ملي يووالي حکومت په پنځو کالونو کې دنده ورنه کړل شوه، له ولسمشر ګيلامن، کلک مخالف او د عبدالله عبدالله سره يوځای شو.

۵- ظاهر قدير، همايون همايون، ډيوه نيازی....: دغه او ورته يو شمېر نور کسان له ولسمشر غني په بيلا بيلو لاملونو خپه دي. دوی د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکام شول. له دوستم، عطا، محقق او نورو سره يې ايتلافونه جوړ کړل خو عمر يې کم وو. دوی په ډېرو ناستو کې د ولسمشر غني په اړه سپکې سپورې وويلې او په خپلو ولايتونو کې د تېر په پرتله نفوذ له لاسه ورکړی دی. دغه کسانو په ټولينزو رسنيو کې له سختو منفي غبرګونونه سره مخ کيږي.

۶- حاجي دين محمد: دغه کس هم د حاجي عبدالحق او حاجي عبدالقدير د کورنۍ غړی دی، د سولې شورا مرستيال وو، له ولسمشر ګيلامن او د سولې عالي شورا په دندو کې ناکام پېژندل کيږي.

۷- سيد اسحاق ګيلاني او د سيد منصور کورنۍ: دغه مذهبي او نفوذي کورنۍ د ولسمشر غني په دوره کې له هغو ګټو بندې شوې چې د قوم، مذهب او ولسي نفوذ پر بنسټ يې کولې. دوی هم اوس د عبدالله عبدالله ترڅنګ دی او هيله لري چې د عبدالله به بريا سره به خپلې ګټې خوندي او موقفونه به وساتي.

که په لنډو ووايو نو ډاکټر عبدالله عبدالله په دا خل ټاکنو کې ټول هغه څېرې راټولې کړې دي، چې د همدې عبدالله عبدالله پر شرکت کې د ملي يووالي په نوم د حکومت پر ضد وي، خو په تېرو حکومت کې د زورواکۍ، فساد، ناغيړۍ، او قانون ماتونې پر اساس له دندو لېرې شول.