پاکستان د بالاکوټ په اړه د هند د پوځ د مشر څرګندونې رد کړې   

روهي( درې نۍ/۲ د تلې )،  پاکستان د هند د پوځ د لوی درستیز جنرال بپن راوت هغه څرګندونې بې اساسه وبللې ، چې په کې هغه ادعا کړې وه چې په بالاکوټ کې د ترهګرو ځالې "فعالې شوې" دي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویندوی ډاکټر محمد فیصل په یوه بیان کې وویل: "د هند لخوا په پاکستان کې د نفوذي هڅې ادعا د کشمیر کې د جدي سرغړونو څخه د نړیوالې ټولنې د پام اړولو هڅه ده."
 

د یادونې وړ ده چې د روان کال په فبرورۍ کې ، د هند حکومت ادعا وکړه چې د جیش محمد تر مشرۍ لاندې تروریستي کمپ ویجاړ کړی او په بالاکوټ کې یې د هوایي برید په ترڅ کې 'ګڼ شمیر وسله وال وژلي'.
 
هندوستان وویل چې دغه کمپ د وسله والو د غړو لخوا پرمخ وړل کیده ، چې د مقبوضه کشمیر په پلوامه سیمه کې د یوه ځان وژونکي برید مسول و چې په پایله کې یې ۴۰هندي سرتیري ووژل شول.