
روهي( درې نۍ/۲ د تلې )، ایران د برتانیې، فرانسې او جرمني هغه ګډه اعلامیه رد کړې چې د سعودي د تېلو پر تاسیساتو د بریدونو پړه یې پر ایران اچولې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړ چې د 'طوطي په څېر' د امریکا بې بنسټه ادعاوې تاییدوي.
د امریکا او سعودي عربستان د څېړنو د پایلو په تاییدولو سره دوی وايي، په دې تړاو د منلو کوم بل وړ سپیناوی نشته، خو په همدې حال کې دوی دا هم ویلي چې د ایران اټومي تړون ته ژمن دي.
ایران د سعودي د تېلو پر بنسټونو بریدونو کې خپله ښکېلتیا رد کړې ده.
پر ایران ډیپلوماټیک فشار ورو او په احتیاط زیاتیږي، د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن، د جرمني لومړۍ وزیرې انګېلا مېرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په څنډه کې سره جرګه او په دې سره سلا شول چې د سعودي پر تېلي تاسیساتو د تېرې اونۍ د برید مسؤولیت ایران ته ور ترغاړې دی.
دغو درېیو مشرانو وویل چې د یاد برید لپاره په ښکاره کومه بله د منلو توضیح نشته خو ایران د دغه درېيو مشرانو دغه ګډه وینا رد کړې ده او د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر دوی تور پورې کړی چې د امریکایانو بې معنا ادعاوې تکراروي.
پښتو BBC څخه په مننې