د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو څه باندې ۳ زره تنه ملکي وګړي وژلي دي

روهي( درې نۍ/۲ د تلې)، د امریکا په مشرۍ د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف ائتلافي ځواکونو تر ننه پورې ۳ زره او ۷۳ تنه ملکي او بې ګناه انسانان په قتل رسولي دي.
 

دا خبره په سوریه کې د بشري حقونو د څار شبکې د نوموړي ائتلاف د پنځم کال په اړه په خپور کړي راپور کې کړې ده.
 

دغه راپور کې راغلي دي چې امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف جوړ شوي ائتلاف د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر د میاشتې د ۲۳ مې نیټې راهیسې په ترسره کړو بریدونو کې ۹۳۴ تنه ماشومان او ۶۵۶ تنو ښځو په ګډون ۳۰۳۷ تنه وژلي دي.
 

په راپور کې ویل شوي دي چې د ائتلاف د پوځي مداخلې په نتیجه کې په لومړي کال ۲۴۹ تنه ملکي وګړي، په دویم کال ۳۹۸ تنه، په دریم کال ۷۵۳ تنه ، په څلورم کال ۴۳۲ تنه او په پنځم کال بیا ۲۰۵ تنه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
 

په راپور کې راغلي دي چې ائتلافي ځواکونو تر ټولو زیات ملکي وګړي د پ ک ک ترهګرې ډلې د څانګو پ وای ډي په ملاتړ په ترسره کړو هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
تر ټولو زیات ملکي وګړي د سوریې د رقه په ښار کې وژل شوي دي.