
روهي( درې نۍ/۲ د تلې )، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون دوشنبه ماسخوتن په نیویارک کې د امریکا ولسمشر ټرمپ سره وکتل او دواړو مشرانو په افغانستان او کشمیر کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
عمران خان له ولسمشر ټرمپ سره یو ځای یوې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې ثبات په پاکستان کې د ثبات په مانا دی او له ټرمپ یې غوښتنه وکړه چې له افغان طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې داسې کومه ژمنه ونه کړه چې ګواکې طالبانو سره به د سولې خبرې بېرته پیلوي، خو دومره یې وویل: "ګورو به چې څه کېږي".
لومړي وزیر عمران خان ولسمشر ټرمپ ته وویل، غواړي چې ورسره پر افغانستان، هند، کشمیر او ایران خبرې وکړي، ځکه دا درې واړه هېوادونه د پاکستان ګاونډیان دي.
په ځواب کې ولسمشر ټرمپ عمران خان ته په ټوکو کې وویل: "ټول ګاونډیان دې سخت ملګري دي".
د ولسمشر ټرمپ پر دې خبره په خونه کې ناستو خبریالانو او نورو کسانو او پخپله عمران خان هم وخندل.