محسن داوړ: د حق ویلو څخه مونږ د چا پلار هم نه شي بندولی

روهي( دوه نۍ/۱ د تلې )، د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوه مخکښو مشرانو د بند څخه د آزادېدو څخه وروسته محسن داوړ یوې لویې ناستې وایي چې دا خو د پاکستان حکومت ۱۴ کسان وژلي چې ۱۴۰۰۰۰۰ لکه هم ووژني مونږ به بیا هم د چا پلارد حق ویلو څخه نه شي بندولی.
 
 
محسن داوړ همدا ډول وایي چې تر هغې چې بدن کې مې حرکت وي د هر ظلم چې هغه په وزیرستان او یا د پښتون پر خاوره هر ځای کې وي د خدای په کومک به یې ستاسې ورور اول خپله سینه ورته سپر کوي.
 

د همدا ډول زیاته کړه چې پښتانه ( مونږ ) د بندیخانو څخه وېره نه لرو. هغه امتحان تېر شو چې پر دغه قوم به د جيت الوتکو بمبار کېده هغه وخت تېر شوی دی چې مونږ به غږ نه شو اوچتولی اوس د خدای په کومک مونږ هم قوت لرو او هم غږ .