امریکا کې د شپې په کنسرټ وسله وال برید شوی

روهي( دوه نۍ/۱ د تلې )، امریکا متحده ایالتونو کې د شپې په یو کنیرټ وسله وال برید شوی دی.
 

د مالوماتو له مخې برید د نوموړي‌ هیواد د سویلي کارولینا ایالت لن کاستر په ښار کې رامنځته شوی دی.
 

د یاد شوي‌ ښار د پولیسو په وینا د لن کاستر په ښار کې د شپې په یو کنسرټ وسله وال برید شوی دی. پولیسو ویلي‌ دي‌ چې برید کوونکي‌ په شاوخوا خلکو ډزې کړي‌ چې په پآیله کې ۲ تنه مړه او ۸ تنه نور ژوبل شوي‌ دي.
 

د پیښې ټپيان په روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي‌ دي‌. د ژوبل شوو روغتیایي‌ حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
 

د برید لامل ناڅرګند دی او په اړه يي‌ تحقیقات پيل شوي‌ دي.