د پاکستان نړیوال هوایي چلند ۴۶ الوتنې بغیر د کوم مسافر څخه ترسره کړې دي، چې ۱۸۰ میلیونه پاکستانۍ روپۍ یې زیان کړی

روهي( یوه نۍ/۳۱ د وږي )، د پاکستان نړیوال هوایي چلند (پي آی اې) د ۲۰۱۶ ـ ۲۰۱۷ پورې له مسافرینو پرته د اسلام آباد له هوایی ډګر څخه ۴۶ الوتنې ترسره کړې ، د پاکستان د جیو نیوز تلوېزیون د جمعې په ورځ ویلي دي د ترلاسه شوي راپور له مخې ، دغه دولتي شرکت د مسافرینو څخه پرته د الوتنو په ترسره کولو سره د ۱۸۰ ملیون پاکستانیو کلدارو زیان سره مخ شوی.
 
 
په راپور کې دا هم ویل شوي چې سره له دې چې ادارې ته د دې مسلې په اړه خبر ورکړل شوی خو بیا هم هیڅ تحقیق نه دی پیل شوی.
 

په راپور کې راغلي چې د دې ۴۶ الوتنو سربیره ، ۳۶ نور د حج د زیارتونو الوتنې هم پرته له کوم مسافر څخه پرته ترسره شوي.
 
 
خبرونه په داسې وخت کې راځي چې د پاکستان اقتصاد په بد حالت کې دی او دغه هیواد د پاریس میشته د پیسو مینځلو ضد د څار نړیوال سازمان (FATF) د تور لیست له ګواښ سره هم مخ دی.