روهي( نۍ/۳۰ د وږي )، پاکستان کې دموټرو جوړولو شرکت پریکړه کړې چې خپل کار بند کړي. د مالوتو له مخې ، د انډس موټرو شرکت (IMC) پریکړه کړې چې د غوښتنې کمیدو له امله د سپټمبر په پاتې ورځو کې خپل تولید ودروي.
دوي د دغې کار لامل زیات ټکسونه یاد کړي او ویلي یې دي چې دا وخت په پاکستان کې ټېکسونه خورا لوړ خو بل اړخ ته بیا د موټرو اخیستونکي کم دي.
پدې برخه کې ، ټوېټا هم تایید کړه چې د انډس موټرو شرکت تولید به د سپټمبر له ۲۰ څخه تر سپتمبر ۳۰ پورې ودرول شي. د انډس موټرو شرکت د کار تړلو پریکړې پر اوسني حکومت نیوکه کیږي. خلک وايي چې په هیواد کې انفلاسیون شدت موندلی او په داسې حاالتو کې موږ د دوه وخته ډوډۍ په اړه اندیښمن یو. د ورته موټرو په نرخ کې وروستي زیاتوالي د نوي موټر پیرل تقریبا ناممکن کړي دي. د حکومت د ضعیف ستراتیژۍ له امله خلک د انفلاسیون زمینه برابروي.
وروستي