ګلالۍ اسماعیل: د مبارزې جاري ساتلو لپاره مې پاکستان پرېښود   

روهي( نۍ/۳۰ د وږي )، په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله ګلالۍ اسماعيل په امريکا کې راڅرګنده شوې ده.
 

نوموړې مشال راډيو ته ویلي چې د اوږدې مودې له پټېدو وروسته د ملګرو ملتونو په مرسته امريکا ته رسېدلې ده.
 

د پاکستان حکومت ګلالۍ د رياست خلاف په ويناوو او کړنو تورنه کړې وه او د هغې پر ضد يې مقدمه هم درج کړې وه خو د هغې او د هغې د ملګرو پر کورونو يې په وار وار پر چاپې وهلو سربېره هم هغه ګرفتاره نکړای شوای.
 
ګلالۍ اسماعيل د څه باندې څلورو مياشتو له پټېدو وروسته د تيرې سېشنبې په ورځ په نيويارک کې راڅرګنده شوه. نوموړې وايي چې ژوند يې په خطر کې و نو ځکه يې پاکستان پرېښود او د سريلنکا له لارې ځکه امريکا ته راغله چې د بل هېواد ويزه يې نه درلوده:
 

"د پاکستان پر سرحدونو باندې خلک ګومارل شوي ول چې زه د سرحدونو، په ځانګړې توګه د افغانستان د سرحد له لارې وانه وړم. زه په دې پوهه وم چې دا کار د ځان لپاره يو کار کتل دي او پاکستان ته به د پروپېګنډې کولو ښه لاره په لاس ورشي. خو ځکه زه د سريلنکا له لارې ووتم او زما پر پاسپورټ يواځې د امريکا ويزه وه نو هلته لاړم.