
روهي( نۍ/۳۰ د وږي )، د عراق نه د ترلاسه شوو مالوماتو له مخې چاودنه د عراق په سویل کې د کربلا ښار پر شمالي برخه کې په یو بس موټر شوې ده. ژوبل کسان یو نژدې روغتون ته وړل شوي دي.
عیني شاهدانو وویل چې له چاودنې وروسته په بس کې اور ولګید. چاودنه هغه مهال وشوه د چاودنې څخه لږ مخکې یو مسافر په بس کې ښکته شو او خپله کڅوړه یې په بس کې پرېښوده.
د چاودنې مسولیت تر دې دمه کومې ادارې یا ډلې نه دی منلی
سیمه ایزو مقاماتو پدې چاودنه کې د ۱۲ تنو د وژل کېدو او دوو تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی د ټپیانو روغتیايي حالت هم ښه ندی.