
روهي (نۍ/۳۰ د وږي)، يمن کې حوثي جنګياليو په يوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې دوی به نور د سعودي عربستان پر خاوره د ډرون الوتکو او بالسټيک توغنديو بريدونه تر سره نه کړي.
د دغه ډلې مشر مهيدي المشت د حوثي ټلويزوني چينل له لارې ويلي دي چې ورته بريدونه به جګړه پراخه او سيمه به ناارامه کړي.
تېره اونۍ دغه ډلې د سعودي عربستان د تيلو پر ذخيرو د ډرون بريدونو مسووليت په غړه واخېست. حوثيانو ويلي دي چې دوی هيله لري ترڅو د سعودي او يمن ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
تېره ورځ د دغه بريدونو په غبرګون کې د امريکا دفاع وزارت وويل چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې ده چې سعودي عربستان ته به پوځيان وليږي.