څلور مياشتې يې په زندان کې واستل؛ علي وزیر او محسن دوړ تېر ماسخوتن راخوشي شول

روهي (نۍ/۳۰ د وږي)، پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم مشران او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر او محسن دوړ له څلرو مياشت زندان وروسته تېره ورځ ماسخوتن ازاد کړل شول.

د پښتون ژغورنې دغه مشرانو له خوشي کېدو وروسته رسنيو ته وويل چې د خپل ولس د حقونو د دفاع په پار د سر قربانۍ ته هم تيار دي.

د پښېور عالي محکمې څو ورځې وړاندې په يو بيان کې ويلي وو، چې علي وزیر او محسن دوړ به د ضمانت په بدل کې له زندان ازاد کړی شي.