
روهي (نۍ/۳۰ د وږي)، د امریکا دفاع وزیر مارک اېسپر او جنرال جوزیف ډنفورډ تېره ورځ رسنيو ته ويلي چې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې ده چې سعودي عربستان ته به پوځيان وليږي.
د امريکا دفاع وزارت وايي چې دا پرېکړه د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو له هوايي بريد وروسته شوې ده.
د امريکا متحدو ايالتو حکومت نه دي ويلي چې سعودي عربستان ته به څومره پوځيان او په کومو نېټو واستوي.
د سعودي عربستان د تيلو پر تاسيساتو د برید پړه د يمن حوثيانو په غاړه واخېسته، خو سعودي وايي چې ياد کار ايران کړی دی.