برهان الدين رباني نن ورځ وژل شوی وو

روهي (جمعه/۲۹ د وږي)، د مجاهدينو حکومت پخوانی ولسمشر او د جمعيت ګوند رهبر برهان الدین رباني له نن اته کالونه وړاندې په ۱۳۹۰ل کال د وږي په ۲۹نېټه په کابل کې ووژل شو.

برهان الدين رباني د سولې عالي شورا رئيس وو چې په ځانمرګي بريد کې ووژل شو. يو طالب جنګيالي چاودېدونکي توکي په لونګۍ کې ځای پر ځای کړي وو او له برهان الدين رباني سره د ستړي مه شئ پر وخت يې چاودنه ورکړه.

برهان الدين رباني د پخواني افغان ولسمشر سردار محمد داوود خان د جمهوريت پر وړاندې مبارزه پيل کړه او ورپسې د شوري ملاتړ حکومتونو پر وړاندې يې ۱۴ کاله جګړه وکړه.

د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا برهان الدين رباني ته د سولې شهيد لقب ورکړل شو او په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.