
روهي( پنځه نۍ/۲۸ د وږي )، متحده ایالات د نړۍ په کچه د سرو زرو ترټولو لوی زېرمې لري، د دغو زېرمو اندازه د ټن له مخې ۸۱۳۳ ته رسېږي.
همدا ډول المان د متحده ایالاتو څخه وروسته د ۳۳۶۷ ټنو زرو سره دویم ځای لري ، دریم مقام ایټالیا دی چې ۲۴۵۱ټنه سره زر لري.
سعودي عربستان د سرو زرو ۳۲۳ ټنه زېرمې لري. لبنان د سعودي عربستان وروسته ۲۶۸ټنه د سرو زرو زیرمې لري ، او په نړیواله کچه ۱۹ ځای لري.