
روهي (پنځه نۍ/۲۸ د وږي)، د جرمني په برلين ښار کې به د اسلام، عيسويت او يهوديت اديادنو پيروانو ته د يوې ودانۍ د ننه عبادت ځايونه جوړ شي.
د يادې ودانۍ د جوړونې چارې پيل شوې دي او ښايي چې په درېيو او يا څلورو کالونو کې بشپړې شي. يادې ودانۍ ته واحد کور يا House of One نوم ورکړل شوی دی.
د نوې جوړېدونکې ودانۍ پرځای پخوا يوې کليسا شتون درلود، چې اوس مهال به د د مسلمانانو لپاره جومات، د عيسويانو لپاره کليسا او د يهودانو کنيسه ولري.