
روهي( پنځه نۍ/۲۸ د وږي )، ټرمپ د سپینې ماڼۍ د برمتې په چارو کې ځانګړی استازی روبیرت اوبراین د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه معرفي کړ.
ټرمپ د خپلې ټویټر پر پاڼه لیکلي چې د برمتې په چارو کې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی روبیرت اوبراین د ملي امنیت د نوي سلاکار په توګه ټاکلی دی.
ټرمپ ویلي دي چې د اوبراین يي د اوږدې مودې راهیسې کار کوي او هغه په خپلو چارو کې ډیر بریالی شخص دی>
د ویلو ده چې ډونلډ یو څه موده مخکې خپل پخوانی د ملي امنیت سلاکار جان بولتن د طالبانو سره د مذاکراتو په مسئله کې د اختلاف له امله له دندې ګوښه کړ.