پاکستان مودي ته اجازه ورنه کړه ترڅو د پاکستان د هوایي حریم څخه تېر شي

روهی( پنځه نۍ/۲۸ د وږي )، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ( شاه محمود قریشي ) یوه ویډیو پیغام کې وايي، د هند لومړي وزیر نرېندر مودي ته اجازه نه ور کوي چې د دوی له هوا تېر شي.
 

قریشي ویلي دا کار یې ځکه کړی دی چې، هند واک لاندې کشمیر کې د اوسني حالت او د هند د چلن له امله اسلا م اباد دا پرېکړه کړې ده.
 
قریشي زیاته کړې ده، هند غوښتنه کړې وه چې لومړی وزیر نرېندر مودي د جرمني د تګ لپاره د پاکستان هوايي لار کارول غواړي.
 

په دغه غوښتنه کې ۲۰ نېټه د تګ او ۲۸ د ستنېدو لپاره لیکل شوې ده.
 

همدا ډول نږدې دوه اونۍ وړاندې پاکستان د هند ولسمشر ته هم د خپل هوايي حریم د کارولو اجازه ور نه کړه.