
روهي( پنځه نۍ/۲۸ د وږي )، لومړی وزیر عمران خان به نن په دوه ورځني سفر سعودي عربستان ته ولاړ شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا ، لومړی وزیر به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي مجلس له غونډې دمخه سعودي عربستان ته سفر وکړي.
لومړی وزیر به د سعودي له رهبرۍ سره د کشمر د خرابیدونکي وضعیت په اړه وغږیږي ، لومړی وزیر هم د کشمير په اړه د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره په دوامداره تماس کې دی.
د لومړي وزیر د سفر په جریان کې به د پاکستان او سعودي اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا خبرې هم وشي.
لومړي وزیر عمران خان په داسې وخت کې سعودي ته سفر کوي چې د ایران سره اړیکې د سعودي د تیلو پر تاسیساتو له برید وروسته کړکیچن مالومېږي او په مینځني ختیځ کې تشنج مخ په ډیریدو دی ، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په سعودي عربستان کې شتون لري.
د یادولو ده چې دا د عمران خان د لومړي وزیر تر ټاکل کېدو وروسته سعودي عربستان ته څلورم سفر دی.