د محسن داوړ او علي وزیر ضمانت وشو

روهي( پنځه نۍ/۲۸ د وږي )، د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او وکیلان وايي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو ( له شمالي او جنوبي وزیرستانونو د پارلېماني غړیو محسن داوړ او علي وزیر ) ضمانتونه ومنل شول.
 

محسن داوړ او علي وزير یو وکيل سنګين خان رسنیو ته ویلي چې لا هم اخرنۍ پرېکړه نه ده شوې خو په ضمانت کې ځينې شرطونه لګول شوي نو مالومه چې داوړ او علي به خوشي شي او که څنګه؟ دی وايي له ضمانته وروسته پکار ده چې دوی دواړه خوشې کړل شي. دی زیاتوي اوس به دې ته کتل وي چې سرکار یې په نورو تورونو بند نه کړي.
 

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په وينا د مۍ پر ۲۶مه نېټه د شمالي وزیرستان په خړ کمر کې د پاکستانیو عسکرو په ډزو کې د دوی ۱۴ غړي ووژل شول او تر ۴۰ زيات ژوبل شول.